برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پولیسو د عملیاتو پر مهال ۵۵ میله بېلابېلې وسلې او یو شمېر مهمات ونیول شول

آریانانیوز: د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اړوند په آسیا بیني سیمه کې د وسلو او مهماتو پر یوې زېرمې د استخباراتو د عمومي ریاست د منسوبینو او ځانګړیو ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ میله کلاشینکوف، یو میل کلاکوف، ۳۹ میله بېلابېلې تمانچې، ۷۸ شاجورونه، ۸۰ د پیکا شریدونه، یو پایه لپ تاپ کمپیوتر او ۱۶ د شریدونو بکسې د پولیسو لاسته ورغلې دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي، چې د یادې قضیې په تور دوه تنه نیول شوي او اوسمهال تر څېړنې لاندې دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ په موسی زي کلي کې، د ځانګړیو ځواکونو له خوا یو ۵۰ کیلو ګرامه بم کشف او خنثی شوی دی.
د دې ترڅنګ؛ د کاپیسا ولایت په نجراب ولسوالۍ کې د ځانګړیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې؛ دوه میله تفنګچې، درې قبضې لاسي بمونه او یو شمېر نشه يي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلې دي.
دغه راز پولیسو د کابل ښار په ۶ ناحیه کې درې کسان د یو موتر چلوونکي د وژنې پر تور له پېنځمې ناحیې نیولي دي.
دغو کسانو دوه ورځې مخکې په ۶ ناحیه کې د سراچې یو دریور پر ډزو وژلی و.

شریک یي کړئ!