برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه

د غور په چهارسده کې د وژل شوي ولسوال د ملاتړو پولیسو او اربکیانو تر منځ جګړه کې دوه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.


د غورد والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي پولیس دعوه کوي چې اربکیانو له طالبانو سره د میرزا محمد ابراهیم په وژلو کې مرسته کړې، چې له امله يې د دوی تر منځ جګړه را منځته شوې ده.
میرزا محمد ابراهیم چې د چهارسدې ولسوال و، دوه ورځې وړاندې د طالبانو په بمي چاودنه کې ووژل شو.
د غور چارواکي وايي د اربکیانو او پولیسو تر منځ يې ارامي رامنځته کړې، خو د بیا نښتې د نه پېښېدو کوم ډاډ نشته.
وړمه ورځ د غور چارواکو ومنله چې میرزا محمد ابراهیم د طالبانو د خښ کړل شوي ماین ښکار شو، خو د هغه ټوپکوال ملاتړي وايي چې اربکیانو يې په وژلو کې مرسته کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي