برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ دی , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سولې د دوهم پړاو د پیل په اړه اعلامیه

آریانانیوز: د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه خپره کړې چې په قطر کې د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیل هرکلی کوي...


د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو ترمنځ د خبرو دوهم پړاو په قطر کې پیل شو.

ټاکل شوې وه دغه خبرې د سه شنبې په ورځ (د جنوري په پنځمه) پیل شي ، خو پلاوي د یوې ورځې ځنډ وروسته د چهارشنبه (جنوري شپږمه) لومړنۍ ناسته درلوده.

پاکستان په دوحه کې د افغان حکومت د پلاوي او طالبانو تر منځ د افغان سولې خبرو د پیل هرکلی وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیان وویل: دواړو ټیمونو تیره میاشت د کړنلارې په نهایی کولو کې د پام وړ پرمختګ کړی او اوس د مسلو په اړه د بحث لپاره بیا سره غونډې کوي.

د خبرو لومړی پړاو درې میاشتې دوام وکړ چې په ترڅ کې یې د خبرو اترو پر طرزالعمل هوکړه وشوه.

د حکومت د خبرو اترو ټیم ویلي دي چې خبرې به د اوربند ، سیاسي ګډون او راتلونکي سیستم څرنګوالي باندې متمرکز وي.

شریک یي کړئ!