برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير کابل ته راغلی

آریانانیوز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي له افغان مشرانو سره د خبرو لپاره نن سهار کابل ته رسېدلى دى.


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکتر محمد فيصل د وږي په ٢٤مه په ټولنيزه شبکه ټويټر کې ليکلي وو چې قريشي له يوه لوړپوړي پلاوي سره نن سهار کابل ته روان شو.

هغه زياته کړې چې قریشي به له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله سره د ليدنو تر څنګ د افغانستان د بهرنيو چارو له سرپرست وزير صلاح الدين رباني سره تفصيلي خبرې اترې وکړي.
ډاکتر فيصل وايي چې د نوي حکومت له جوړېدو وروسته افغانستان ته د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قريشي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ارزښت په ډاګه کوي.
هغه هيله څرګنده کړې چې په دغه سفر سره به د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم پياوړې شي.
سرچينې وايي چې د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې او ثبات لپاره پر جوړ شوي د عمل پلان باندې په تفصيل سره خبرې وشي.
دغه راز د افغان حکومت يوې سرچينې پژواک ته وويل چې په دې خبرو کې به په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ پر بيا پرانيستل کېدو هم خبرې وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي