برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د پاکستان ایالتي وزیر: ترهګرې ډلې په افغانستان کې ځالې لري

د بلوچستان د ایالت وزیر وویل: زموږ امنیتي ځواکونه له افغانستان څخه ګواښل کیږي.


د پاکستان په سرپرست حکومت کې د بلوچستان ایالتي ادارې د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي په یوه خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان خاوره د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره ګواښ دی.

اڅکزي خبریالانو ته وویل چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې ځالې لري.

اڅکزی وايي، د بلوچستان امنیتي ځواکونه له افغانستانه تر ګواښ لاندې دي او د دوی مرکزونه هم هلته دي.

تر دې مخکې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضی سولنګي له یوې هندي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو چې له کابل سره د اسلام اباد اړیکې د ترهګرو ډلو پر وړاندې د سرپرست حکومت په اقداماتو پورې اړه لري.

سولنګي دا ادعا هم کوي چې که سرپرست حکومت د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ترهګرو ډلو ملاتړ ته دوام ورکړي، دا به د دواړو خواوو په زیان وي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي