برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پاکستاني، هندي او انګلستاني لوبغاړو له «قمار بازۍ» نه پرده پورته کړې

آریانانیوز: مشهورې قطري رسنۍ الجزیرې په یوه مستند فلم (ډاکومنټري) ادعا کړې چې د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲م کالو ترمنځ په ۱۵ نړیوالو کرېکټ سیالیو کې یو شمېر بېلا بېل لوبغاړي په لوبه کې قمار بازۍ ترسره کړي، چې په کې د پاکستان، هندوستان، انګلستان، سویلي افریقا او استرالیا لوبغاړي شامل دي.


د الجزیرې د راپور له مخې په ۱۵ ترسره شویو سیالیو کې د بډې اخیستنې (پر کرېکټ سودا کول) ۲۵ پېښې شوي، په دغو پېښو کې د پاکستان لوبډلې لوبغاړی عمر اکمل، هندۍ لوبغاړی ویرات کوهلي، روهیټ شرما، پخوانی توپ اچونکی بالاجي، سریش راینا او همدا ډول استرالیاوي لوبغاړی اینډي بکل هم په یاده پېښه کې ښکېل دی.
د یاد راپور سره سم هغه سیالۍ چې درغلي په کې شوې له جملې څخه یې ۶ ټیسټ، ۶ یو ورځنۍ او ۳ شل اوریزې سیالۍ دي، چې په انګلستان، سویلي افریقا، هندوستان، استرالیا او عربي اماراتو کې ترسره شوي دي، ددې له جملې څخه یوه د افغانستان او انګلستان ترمنځ سیالۍ هم ده چې په کې انګلستاني لوبغاړي ښکېل دي.
له دغو سیالیو څخه د انګلستان په لارډز مشهور لوبغالي کې د هند او انګلستان ترمنځ سیالۍ، د سویلي افریقا په کیپ ټاون لوبغالي کې د سویلي افریقا او استرالیا ترمنځ سیالۍ، په عربي اماراتو کې د انګلستان او پاکستان ترمنځ سیالۍ او همدا ډول په مجموعي ډول ۱۵ سیالیو کې د بډې اخیستنې ۲۵ پېښې شوې دي.
په دغه راپور کې زیاته شوې چې له یادو پېښو څخه په ۷ سیالیو کې انګلستاني، ۵ سیالیو کې استرالیاوي، ۳ سیالیو کې پاکستاني او په یوه سیالۍ کې د نورو لوبډلو لوبغاړي ښکېل دي.
پر سیالۍ د سودا کولو ستر قمار باز «هغه کس چې لوبغاړو سره په لوبه سودا کوي»، هندۍ انیل منور دی، نوموړي د الجزیرې سره په یاد راپور کې د خپلې بډې اخیستنې په اړه معلومات شریک کړي دي.
انیل منور له اوو کالو راهیسي په نړیوال کرېکټ کې بډه اخیستنه او قمار بازۍ ترسره کوي، د نوموړي په وینا د بډې اخیستنې لپاره بېلا بېلې لارې چې لوبغاړی یې ترسره کوي لري، چې په مرسته یې هر قمار باز په څو دقیقو کې په زرهاو امریکایي ډالر ګټي.
په یاد راپور کې عمر اکمل، ویرات کوهلي، روهیټ شرما، سریش راینا، بالاجي، ډیرن سیمۍ، کریس ګېل د ویسټ انډیز او استرالیا لوبډلو پخواني روزونکي، انیل منور او د هغه کسانو ترڅنګ لیدل کیږي.
د قمار بازۍ په دغه لیست کې د افغانستان او انګلستان ترمنځ د ۲۰۱۲م نړیوال شل اوریزو جام سیالۍ چې په سرېلنکا کې ترسره شوې وه هم شامله ده، په دغه سیالۍ کې د انګلستان لوبغاړي په قمار بازۍ کې تورن ګڼل شوي دي.
یاده دې وي چې د قمار بازۍ په پېښو کې زیات لوبغاړي تر دې دمه د پاکستان او هندوستان ښکېل دي، چې یو شمېر یې اوسمهال له همدې کبله له سیالیو بهر دي او یو شمېر نور اوس په نویو راپورونو سره ښکېل ښودل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي