برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پارلمان لپاره د نوماندانو له ډلې ۲۵ تنه لرې کړل شوي دي.

آریانانیوز: د ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون وايي پر دې کسانو تور دی، چې له بشري حقونو يې سرغړاوی کړی، ځمکې يې غصب کړې او ناقانونه وسله وال لري.



بې بې سې د یوې سرچينې په حواله ويلي، چې په لرې کړل شویو کسانو کې شاه وزیر تره خېل چې د ملا ترخېل ورور دی، د بدخشانه اوسنۍ وکیله فوزیه کوفي، ګل مراد، محمد الماس، فیض محمد بېک، ګل عرب، محمد اصف، عبدالرحمن شیداني، سید جعفر نادري، شیر ولي احمدزی، ښایسته خان هادي، مجیب الرحمن څمکنی، بشیر قانع، سید ظاهر مسعود، نور احمد سکندر، احسان الله هاتف او حیات الله وفا شامل دي.
د ولسي جرګې د ۲۵۰چوکیو لپاره شاوخوا ۲۷۰۰ تنو خپل ځانونه نوماندان کړي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي تر اوسه يې د ۱۳۷ تنو په اړه ۲۳۰ شکایتونه ثبت کړي او ارزولي دي.
پارلماني ټاکنې به د روان کال د تلې په ۲۸مه ترسره شي، خو په اړه يې ګڼ سیاسیون او د ټاکنیزې پروسې څارونکي د ناهیلۍ څرګندونې کوي.
څه موده وړاندې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وویل، روانې پروسې ته په کتو د شفافو ټاکنو امکان بېخې کم دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي