برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو په اړه د طالبانو ګواښ ته غبرګون

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت د ټاکنو په اړه د طالبانو ګواښ یوازې «تبلیغات» بللي دي.


طالبانو تېره ورځ د ټاکنو په اړه په خپره کړې اعلامیه کې پر افغان ولس غږ وکړ، چې له ټاکنیزو مرکزونو لرې واوسي.
د کورنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، دوی د ټاکنو د خوندیتوب لپاره د ټاکنو کمیسیون ته ډاډ ورکړی دی.
د ټاکنو لپاره ۵۱۰۰ مرکزونه په پام کې نیول شوي دي چې د کورنیو چارو وزارت وايي د خوندیتوب لپاره يې ۵۴زره عسکر ګمارل شوي دي.
طالبانو ټاکنې یوازې د ولس غولولو لپاره امریکايي دام بللی دی او د ولس ډېری هم پر دې باور دی.
طالبانو ویلي، د هيواد تر نيمايي زياته برخه د دوی په لاس کې ده او د ټاکنو پروسه به هم يوازې د دولتي ودانيو او ولايتي مرکزونو په ښارواليو کې پلي شي او هغه ټاکنې به هم د دې تضمين ورنه شي کړای چې شفافې او عادلانه دي وي او دغه پروسه به د درغلۍ، قومي تعصباتو د رايو د پلور او پیر او نورو ددسيسو له امله ناکامه او رسوا وي.
دادرس ټولنې؛ تازه په یوه سروې کې ویلي چې حتی پلازمېنه کابل کې ۶۰ سلنه خلک پر ټاکنو باور نه لري او ۴۰ سلنه نور اندېښمن دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي