برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټاکنو پایلې نه منو

آریانانیوز: دیوراپور له مخی ښاغلي عبدالله د ثبات او همپالنې د ټیم د اعلامیې په توګه په خپاره کړي متن کې ویلي، کمېسیون یې د قانوني اعتراضونو او غوښتنو له پامه په غورځولو سره له ټولو قوانینو خلاف، د ۳۰۰ زره مشکوکو رایو له ابطال پرته د لومړنیو پایلو په نوم نتایج اعلان کړل.
په دې اعلامیه کې راغلي، د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو د قانون په احترام په ۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړه او په دې بهیر کې یې ګډون هم وکړ، خو د ټاکنو کمېسیون په غیرقانوني او یو طرفه ډول د رایو له تصفیې پرته د لومړنیو پایلو په نوم اعداد او ارقام شریک کړل.
په اعلامیه کې راغلي چې دوی ته د درغلۍ په اساس ټاکنیزې پایلې هیڅکله د منلو نه دي او ډېر ژر به د خپلو ملاتړو په مرسته پراخ لاریونونه راوباسي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د ټاکنو کمېسیون عبدالله عبدالله د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو دویم مخکښ کاندید اعلان کړ خو د لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني په ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو ترلاسه کولو دا ځل ټاکنې ګټلې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي