برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو پورې د ولسمشر غني د کار دوام

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ وایي، چې د ملي یوالي حکومت د کار موده شپږ میاشتې وروسته پوره کیږي او زیاته کړې یې ده چې اوسنی ولسمشر به د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو پورې خپل کار ته دوام ورکړي.


د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د یکشنبې په ورځ د « ثور میاشتې پر لومړۍ نېټه»په دې اړه رسنیو ته پيغام لیږلی پکې ویل شوي، چې د ملي یووالي حکومت د پنځه کلنې درې د پوره کېدو لپاره لا شپږ میاشتې پاتې دی.
دا په داسې حال کې ده چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو له ډلې ۱۱ تنو یې ویلي چې د راتلونکي جوزا میاشتې پر لومړۍ نېټه د ملي یووالي حکومت کاري موده پای ته رسېږي او ولسمشر غني باید لېرې شې. ځکه له دې وروسته یې د ولسمشر په توګه پاتې کیدا مشروعیت نه لري.
که څه هم سترې محکمې په رسمي توګه اعلان نه دی کړي خو ځینو رسنیو داسي راپورونه ورکړي چې سترې محکمې د ولسمشر غني کاري موده د را روانو ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو پورې غځولې ده.
د دغو راپورونو له مخې سترې محکمې ویلي چې د اساسي قانون د تفسیر له مخې ولسمشر غني به د نوي ولسمشر تر ټاکل کیدو پورې خپلې دندې ته دوام ورکوي.
ستره محمکه او ولسمشرۍ ماڼي په داسې حال کې د ولسمشر غني د کاري مودي د اوږدېدو خبره کوي چې د روان کال د جوزا میاشتي په لومړۍ نیټه د ولسمشر غني کاري موده پای ته رسی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي