برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټاکنو د پایلو اعلان د سیاسي فشار له امله وځنډېد

آریانانیوز: د افغانستان په رڼو ټاکنو باندې د څار بنسټ ټيفا وایي، وروستۍ موندنې یې ښيي، چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان د سیاسي فشار له امله ځنډېدلی
د ټیفا له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي، چې ټيفا د یو ملي بنسټ په حیث چې د ټاکنو په مهال یې ۵۲۰۰ څارونکي ګمارلي وو؛ د لومړنیو پایلو د اعلان له امله اندېښمن دی او موندنې یې ښيي، چې د ټاکنو کمېسیون د سیاسي فشار له امله دې کار ته تیار شوی
د خبرپاڼې له مخې، د سیاسي فشار تر څنګ کمزوری مدیریت هغه څه وو، چې د پایلو د ځنډ لامل شوي
یاده دې وي، چې د ټاکنو کمېسیون پلان درلود د تلې د میاشتې په ۲۷ مه نېټه لومړنۍ پایلې اعلان کړي؛ خو تېره ورځ یاد کمېسیون د بښنې له غوښتلو سره یو ځای د ټاکنو د پایلو اعلان وځنډاوه
د ټاکنو کمېسیون له دې ګام څخه د امریکا سفیر «جان باس» هرکلی کړی او د شفافیت لپاره يې د ټاکنو د کمېسیون پرېکړه په ځای بللې.

شریک یي کړئ!