برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو د بایومټریک کېدو تر څنګ به مو اعتراضونه دوام لري

آریانانیوز: له سیاسي ګوندونو او ځینو سیاسي څېرو جوړ ائتلاف وايي چې د ټانکو په بایومټریک کېدو سره به د دوی اعتراضونه ختم نه شي.


د دې ائتلاف ویاند فضل الرحمن اوریا ویلي، د ټاکنو کمیسیون لا هم په دې برخه کې عملي ګام نه دی اخیستی او پر دې سربېره د دوی درې نورې مهمې غوښتنې لا پر ځای پاتې دي.
د ټاکنو کمیسیون کمېشنر حفیظ الله هاشمي نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د ټاکنو د بایومټریک لپاره يې له المانۍ کمپنۍ سره هوکړه کړې او کارونه يې اویا سلنه بشپړ شوي دي.
هغه وویل، په دې ډول سره به د شفافیت تمه غښتلې شي.
فضل الرحمن اوریا بیا وايي، چې باید یوه ګډه کمېټه جوړه شي، تر څو د بایومټریک پر مېکانیزم خبرې وشي.
هغه وویل، د دوی درې نورې غوښتنې هم دي، چې که ونه منل شي، نو اعتراضونه به يې دوام لري.
سیاسي ګوندونو، په کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار کې د ټاکنو دفترونه وتړل، چې په کندهار او بلخ کې لا هم تړلی پاتې دی، خو په پاتې نورو دوو ولایتونو کې يې حکومت د خلاصون خبر ورکړ.
دوی د ټاکنو ګوندي کېدل، د رایه ورکوونکو بایومټریک، د جعلي تذکرو له منځه وړل، پر ټاکنیزه پروسه د څار لپاره د ګډې کمېټې جوړول او ګڼې نورې او غوښتنې لري، چې حکومت او د ټاکنو کمیسیون يې د عملي کېدو لپاره د وخت تنګسیا پلمه کوي، یا يې ځينې بې اساسه بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي