برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ټاکنود پایلو نه اعلانول

آریانانیوز: دیوراپور له مخی د ټاکنو خپلواک کمیسيون مشرې میدمن نورستاني ويلي، که د ټاکنيزو ټيمونو له لوري د دوی پر وړاندې خنډونه او احتجاجونه دوام وکړي، دوی به د ټاکنو پایلې اعلان نه کړي
همدارازحواعالم نورستاني وايي، ټاکنيز ټيمونه بايد کميسيون ته اجازه ورکړي، تر څو په اوو پاتې ولايتونو کې هم د ولسمشريزو ټاکنو رايې وشمېرل شي. «موږ اړ يو، چې يو ځل بيا کينو او د ټاکنو پایلې له خلکو سره شريکې کړو
د ولسمشيزو ټاکنو معترضو نوماندانو عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمتيار او رحمت الله نبيل پلويانو په اوو ولايتونو کې ټاکنيز دفترونه تړلي او د رايو د بيا شمېرلو مخنیوی يې کړی دی
د ټاکنو خپلواک کمیسيون منشي حبیب الرحمن ننګ ويلي، دوی د ټاکنو له خپلواک کميسيونه غوښتي، چې د قانون په رڼا کې د ټاکنو له کميسيون سره مرسته وکړي
د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو شورا ويلي، ټاکنې بحران ته تللي، پايلې يې د منلوړ وړ نه دي او بايد د ملي مشارکت يو حکومت اعلان شي، چې ټولو نوماندانو ته په کې ونډه ورکړل شي، خو ارګ د نوماندانو دا غوښتنه رد کړې او بې ځايه بللې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي