برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسوالیو ټولې لارې د طالبانوپه لاس

د غور ولایتي شورا په فراه کې له سختې جګړې وروسته د غور د سقوط اندېښنه په ډاګه کړې ده.


د دې شورا غړي عبدالبصیر قادري له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، مرکزي حکومت که پام ونه کړي نو د غور د سقوط غږ به واوري.
هغه وايي د غور بېلابېلو ولسوالیو ته ټولې غځېدلې لارې د طالبانو تر لاس لاندې دي او له اوږدې مودې راهیسې پرې هیڅ دولتي موټر تګ نه شي کولی.
د قادري په وینا د مرکز او ولسوالیو اړیکي ورځ پر ورځ سستېږي او که يې په اړه ګام پورته نه شي د مرکز د سقوط غږ به واورېدل شي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي خلک باید صبر ولري او په وینا يې نوي ځواکونه مرکز ته رسېدلي او پر طرحو کار کوي.
هغه وايي د طالبانو تحرکات شته، خو دا پر دې مانا نه دی چې د غور د مرکز د سقوط اندېښنه دې وشي.
دا په داسې حال کې دی چې طالبانو تېره ورځ د سختې جګړې په اوږدو کې د غور ګاونډی ولایت فراه سقوط ته نږدې او ګڼو دولتی منسوبینو ته يې مرګ ژوبله واړوله.
یاده دې وي د طالبانو د الخندق عملیاتو له پیله شاوخوا ۲۰ ورځې تېرېږي چې تر اوسه پورې يې په ګڼو سیمو کې د توندو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي