آریانانیوز: ولسمشر محمد اشرف غنی د ترکمن ولسمشر قربانقلی بردی محمدوف سره په تلیفونی خبرو کې د نوموړی پلار په مړینه خپله خواشیني څرګنده کړه...
د تلیفوني خبرو په جریان کې ، ولسمشر قربانقلی بردی محمدوف د ولسمشر غني څخه د هغه د خواخوږۍ له امله مننه وکړه او دواړو لورو د تورغندي – هرات او آقینه – اندخوی پټلۍ ، او همدارنګه د ګاز او بریښنا د لیږد د لویو پروژو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو ژمنه وکړه چې د دې لویو او ګډو پروژو پلي کول ګړندي کوي چې د دواړو هیوادونو ولسونو ته به سوکالي او راحت ورکوي.