برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۷ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ټاکنیزې مذاکرې ته بلل

آریانانیوز: ولسمشرغني ویلي؛ نوماندان باید له ده سره مذاکره وکړي او د ټاکنو په اړه د اخلاقي اصولو پر سر هوکړې ته ورسیږي، چې د ده په وینا د اغېزناکو او رڼو ټاکنو زمینه برابره شي.


د غبرګولي له لومړۍ راوروسته په ارګ کې د ولسمشر غني شتون د ولسمشرۍ ټاکنو د نورو نوماندانو بېلابېلې غوښتنې راپورته کړي. په ځانګړي توګه په دې ورځو کې، چې هغه د حکومتي لوړ پوړیو چارواکو په ادلون بدلون لاس پورې کړی دی.
نوماندان وايي، د ولسمشر وروستۍ ګومارنې د ټاکنیز ملاتړ د ترلاسه کولو په موخه کیږي؛ خو ولسمشر غني د ټاکنو نور نوماندان ټاکنیزې مذاکرې ته را بولي، چې د ده په وینا د ټاکنو د اخلاقي اصولو د تګلارې په اړه هوکړې ته ورسیږي.
د ولسمشرۍ د ټاکنو یو شمېر نوماندان له حکومت سره د ټاکنو د ترسره کیدو د څرنګوالي او هغو قواعدو په اړه مذاکره یوه اړتیا ګڼي، چې له مخې یې حکومتي مشران ونشي کولی په ټاکنو کې له دولتي امکاناتو ګټه پورته کړي.
د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند شیدا محمد ابدالي ویلي؛ مونږ باید ډاډمن ګامونه واخلو. په داسې حال کې، چې حکومت خپلسری روان او کمپایني بدلونونه او ګومارنې ترسره کوي. حکومت اوس هغه صلاحیتونه نلري، چې د غبرګولي له لومړۍ مخکې برخمن و؛ ځکه دا کار به بحران رامنځته کړي.
اجرایی رییس په خپل اختریز پیغام کې ویلي؛ د ټاکنو په میدان کې فرصتونه باید ټولو نوماندانو ته یو شان وي او په ټاکنیزو مبارزو کې د دولتي امکاناتو د کارولو مخه باید ونیول شي.
د ځینو ټاکنیزو ډلو له نظره د حل یوازنۍ لار د لنډمهالې ادارې جوړیدل دي.
د مشارکت او بدلون د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال بصیر سالنګي وایي، چې د غبرګولي له لومړۍ د حکومت کار ناقانونه دی. ولسمشر باید حکومت یو لنډمهاله حکومت ته وسپاري، چې ټاکنې تر سره شي.
یو شمېر ټاکنیزو ډلو له اختر وروسته پراخو اعتراضونو ته چمتووالی نیولی، چې حکومت له ستونزو سره مخ او له سرپرستې ادارې سره یې هوکړې ته اړ کړي؛ خو دا هغه څه دي، چې ارګ یی د نظام پروړاندې کودتا ګڼي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي