برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د وسله‎وال پوځ اعلی سرقومندانۍ غونډې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو پر امنیتي پلان بحث وکړ

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د وسله‌وال پوځ اعلی سرقومندانۍ په ارګ کې جوړه شوه.


په پیل کې د سولې او امنیت دښمنانو سره د مبارزې او په ټول هېواد کې د تروریستي ډلو د ځپلو په برخه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کوښښونو او سرښندنو قدرداني وشوه.

د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو د هېواد د ځینو ولایتونو د امنیتي وضعیت په اړه د مفصل راپور د وړاندې کولو ترڅنګ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو امنیتي پلان هم غونډې ته وړاندې کړ چې له هر اړخیزونو بحثونو وروسته په هغه اړه لازمې لارښوونې وشوې.

همدارنګه په دې غونډه کې د ځینو ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو اود دښمن د پلانونو د دفعه کولوپه اړه امنیتي او دفاعي مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي