برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د واک ویشل د تیروماتي خوړلیود تجربو تکرار دی

آریانانیوز: قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ شوی سیاسي توافق د تېرو ناکامو تجربو تکرار دی چې ترسره کېږي
نوموړي پر خپل ټوېټر ویلي چې “افغان جهتونه باید د ستونزې اصلي حل ته متوجه شي، د افغانستان د ستونزې حل د دوحې د تړون په عملي کېدو کې ایښی
دی وايي چې د سولې په وړاندې د خنډونو له جوړېدا باید ډډه وشي، او د بندیانو د خلاصون بهیر د پای ته ورسېږي، تر څو ژر تر ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي. افغان حکومت د طالبانو د دې څرګندونو په وړاندې تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې مخکې د ټاکنو پر مهال ولسمشر غني او عبدالله عبدالله په جلا جلا توګه تېر ملي یووالي حکومت یو بده تجربه یاده کړې او د دې سناریو د نه تکرارېدو ټینګار یې کړی وو.

شریک یي کړئ!