برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د والیانو تحلیل او وړاندیزونه جدي نیول

آریانانیوز: محمداشرف غني د هیواد د ۳۴ ولایتونو والیانو سره په کتنه کې د ولایتونو په اړه د دوی تحلیل او وړاندیزونه واورېدل.



له ارګه په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په چهار چنار ماڼۍ کې په دغه جوړه شوې غونډه کې چې د امنیتي او دفاعي سکتور او سیمه ییزه ارګانونو ادارې رهبري هم حضور درلود، په پیل کې د کابل والي یعقوب حیدري د ولایتونو او لویو لارو د امنیت د لا ښه تامین، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا ښه اکمال، همغږۍ، د نظامي عملیاتو دقت او موثریت، د دښمن د عایداتي منابعو د له منځه وړلو او نورو اړوندو مسایلو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل.
په یاده ناسته کې د کندز والي عبدالجبار نعیمي وویل، والیان په ولایتونو کې د جمهوررئیس د لومړۍ درجه استازو په توګه خلکو ته د خدماتو، امنیت او نورو اسانتیاوو برابرولو لپاره هلې ځلې کوي او موږ غواړو چې د سولې او ثبات د تامین ترڅنګ د حکومتولۍ بنسټونه لا پیاوړي کړو.
نوموړي وویل، هر والي د سولې د تامین لپاره له ولسونو سره په ګډه هلې ځلې کوي او وړاندیز یې وکړ، چې پوهنې، اطلاعاتو فرهنګ او حج او اوقافو وزارتونه دې د دښمن د تبلیغاتو او افراطي افکارو د مخنیوي لپاره د خلکو د اذهانو د روښانولو او عامه پوهاوي منظم پروګرامونه خپاره کړي.
سرچینه لیکي په غونډه کې د ملي دفاع وزیر اسدالله خالد، د ملي امنیت عمومي ریاست رئیس محمدمعصوم ستانکزي او د کورنیو چارو وزیر محمد مسعود اندرابي په امنیتي برخو کې د والیانو د وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل، چې د دوی وړاندیزونه به جدي ونیول شي او امنیتي او دفاعي ارګانونه به په هغو برخو کې ګډ اقدامات وکړي
ولسمشر غني د والیانو له هر اړخیز او جامع تحلیل او وړاندیزونو وروسته وویل، امنیتي او دفاعي سکتور او د ملي امنیت شورا دې د دوی تحلیلونه او وړاندیزونه جدي ونیسي او لارښوونه یې وکړه، چې له عدلي او قضایي ارګانونو، انکشافي او سکتوري وزارتونو سره دې هم د والیانو جلا جلا غونډې جوړې شي، تر څو دوی خپل تحلیلونه او وړاندیزونه له هغوی سره شریک کړي.
محمداشرف غني والیانو ته په ټينګار وویل، چې د اشخاصو پرځای باید په معیارونو تمرکز وکړي او له ولسونو سره په ګډه د عامه نظم په ساتلو کې همکاري وکړي. خلکو ته لا ښه خدمات او اسانتیاوې برابرې کړي.

شریک یي کړئ!