برخه -څانګه : afghanistan, fun, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د نړۍ په غمجنو هېوادونو کې د افغانستان درجه

آریانانیوز: په وروستي نړیوال شاخص کې فنلنډ د پنځم ځل لپاره د نړۍ تر ټولو خوشحاله او افغانستان د نړۍ تر ټولو غمجن هېواد وپېژندل شو.


د دوامدارې پراختیا شبکې د ملګرو ملتونو په مالي مرسته د نړۍ د تر ټولو خوشحاله او غمجنو هېوادونو نوملړ ترتیب کړی دی.

دغه نوملړ په ۱۴۶ هېوادونو کې د ترسره شویو څېړنو پر بنسټ جوړ شوی دی.

د نوملړ په سر کې له فنلنډ وروسته په ترتیب سره ډنمارک، آیسلنډ، سویس او هالنډ دي. له افغانستان وروسته لبنان د نوملړ په پای کې دی.

ژان ایمانویل ډونیو ، د دې شاخص یو تولیدونکی وایي: دا لیست ښیي چې د جګړې مادي او رواني زیان به خلکو ته څه وي.

دا لسم کال دی چې د نړۍ د خوشحاله هیوادونو شاخص ترتیب او درجه بندي کیږي.

جیفري ساکس، د ډلبندۍ په اړه یو بل تولیدونکي وویل، هغه درس چې هغه د کلونو په اوږدو کې د نړۍ د خوشحاله هیوادونو له شاخص څخه زده کړی دا دی چې د حکومتونو صداقت د خلکو د هوساینې لپاره خورا مهم دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي