برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د نشه یې توکو پر ضد د مبارزې وزارت له کورنیو چارو وزارت سره یو ځای کیدا

آریانانیوز: د ولسمشر د فرمان پر بنسټ، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت، د افغانستان اسلامي جمهوری دولت د لومړیتوبونو د ښه ترسره کیدو په پار، له کورنیو چارو وزارت سره یو ځای کیږي.


د دغو فرمان له مخې د دواړو ادارو ټول تقنیني اسناد سره یو ځای کیږي او د اړتیا په صورت کې به په دغو اسنادو کې لازم تعدیلات هم راوستل کیږي.
د یو ځای کیدو د پروسې د ترسره کیدو تر وخته پوري به د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارت ټول مسولیتونه او واکونه د کورنیو چارو وزارت پر غاړه وي.
دغه فرمان د ښې حکومت ولۍ، په عامه ادارو کې د بنسټیزو اصلاحاتو د ایجاد، د نشه یې توکو پرضد د مبارزې د ټولو طرحو او پالیسیو د لا ښه تطبیق او د دولتي ادارو ترمنځ د وظیفوي تداخل د مخنیو په پار صادر شوی دی.
داشرف غنی د فرمان له مخې د کورنیو چارو وزارت او نشه یي توکو پر ضد د مبازرې وزارت او اړونده ادارو او وزارتونو د استازو په ګډون د یوې تخنیکي کمیټې د جوړیدو سپارښتنه شوې تر څو په دریو میاشتو کې د دغو یو ځای شوو ادارو بودجوي او تشکیلاتو طرحه له مالیې وزارت او اداري اصلاحاتو کمیسیون سره په همغږۍ جوړه کړي. تر دې مخکې د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د ښار او کور جوړونې وزارت له اراضي خپلواکې ادارې سره د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر نوم لاندې یو ځای شول او دغه راز د ولسمشر په یو بل فرمان پر بنسټ د ټولګټو وزارت، ټرانسپورټ وزارت، د هوایي چلند خپلواکه اداره او د ریل پټلۍ ځپلواکې اداره ، د ترانسپورټ وزارت تر چتر لاندې سره یو ځای شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي