برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۹ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د نشه يي موادو تر ۲۰ ډېر قاچاق کوونکي محاکمه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وياند خالد موحد وويل، د دې مرکز محکمو د نشه يي موادو ۲۵ قاچاق کوونکي د خپلو علني غونډو په نتيجه کې له څلورو کالو څخه نيولې بیا تر شلو کالو پورې په تنفيذي بند باندې محکوم کړل
هغه زیاته کړه: “امنیتي ادارو محکوم شوی کسان د ۳۱ کیلوګرامه هیرویینو، څه باندې ۱۸ کیلوګرامه مورفینو، ۶۰ کیلوګرامو تاریاکو، ۱۱۱۳ کیلوګرامو چرسو او لس کیلوګرامه ښیښې د قاچاقو په تور د هیواد له بېلابېلو سیمو څخه نیولی وو
د ښاغلي موحد په وينا په تېره يوه اوونۍ کې امنيتي ادارو ۲۸ داسي کسان دې مرکز ته معرفي کړي چې د نشه يي موادو د قاچاقو شک ورباندې کېده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي