برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۶ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د نجونو د ښوونځیو تړل؛ امریکا له طالبانو سره خبرې لغوه کړې

آریانانیوز: رویټرز راپور ورکړی چې متحده ایالاتو د طالبانو لخوا د نجونو د ښوونځیو د تړلو پریکړې په غبرګون کې له دې ډلې سره ټاکل شوې ناستې لغوه کړې.


ټاکل شوې و چې دغه غونډه د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شي او پر مهمو اقتصادي مسایلو خبرې وشي.

رویټرز راپور ورکوي، د خبرو لغوه کول ښیی چې د بشری حقونو په برخه کې د طالبانو وروستۍ کړنې په مستقیم ډول له دغې ډلې سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې لېوالتیا اغېزمنولی شی.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یوه ویاند رویټرز ته ویلي چې د طالبانو پریکړه یو ژور نهیلي کونکی او د نه منلو وړ بدلون دی او دا د افغان ولس او نړیوالې ټولنې سره د دوی د ژمنو سرغړونه ده.

هغه وویل: موږ په دوحه کې د ټاکل شوې غونډې په ګډون خپل ځینې تعاملات لغوه کړل، او په ښکاره یې وویل چې موږ دا پریکړه زموږ په خبرو اترو کې یو بالقوه بدلون ګڼو.

ټاکل شوې وه چې د نجونو ښوونځي د څو میاشتو تړلو وروسته د چهارشنبې په ورځ (وری۳) په ټول هیواد کې پرانستل شي. خو طالبانو په همدې ورځ د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې منځني ښوونځي او د نجونو لېسې به تر بل خبرتیا پورې تړلي وي.

دې پریکړې پراخ منفي ملي او نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

شریک یي کړئ!