برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د مېلر څرګندونې په اور باندې د تېلو پاشلو په معنا

آریانانیوز: وروسته له هغه، چې په افغانستان کې د ناټو اوا مریکایي ځواکونو عمومي قوماندان طالبانو ته د بریدونو د زیاتولو په بدل کې د ځواب ورکولو ګواښ وکړ، طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې د مېلر څرګندونې په اور باندې د تېلو پاشلو په معنا دي
دغه څرګندونې د «ورځې خبره» تر سرلیک لاندې د طالبانو له لوري په خپره شوې تبصره کې راغلې، دوی ویلي « په دې کې شک نسته چې دا به د امریکایي جنرالانو مجبوریت وي چې خپلو مورال بایللو داخلي ملګرو ته کاذب ډاډ ورکړي. مګر دا هم حقیقت دی چې دا ډول څرګندوني که د هر مقصد لپاره وي؛ فکر نه کیږي چې د افغانستان لانجه دې د حل خوا ته نژدي کړي. بلکي برعکس پر اور د تیل پاشلو په مانا اغیز ښندلای شی
تبصره کې مېلر مخاطب شوی او ویل شوي، چې دا اخطارونه باید هغه چاته ورکړل شوي وای، چې د طالبانو له قوله، د امریکا او طالبانو کامیابه هوکړه یې له خنډ سره مخ کړې، د امریکا ټریلیونونه ډالر يې مصرف کړي او د امریکا جنګي ستراتېژي یې ناکامه کړې
د طالبانو له قوله، دوی د چا له اخطارونو وېره نلري او دا يې په تېرو نوولسو کلونو کې ثابته کړې «د سوله ایزي فضا پرمهال د جګړي اخطاري ژبه کارول؛ تاسو ته هیڅ نشي درګټلی، مجاهدین د نړیوالو له ملامتۍ ځان ساتي، خو د چا له اخطارونو هیڅ ویره نه محسوسوي، کنه نو دا ۱۹کاله به یې په ځان پوري بمونه نه تړل. په ګوانتنامو، باګرام او پلچرخي کې به له خپلې نظریې او مبارزې پرشا سوي وای
طالبانو ددې تر څنګ ټینګار کړی، چې باید د اخطارونو او ناکامو تجربو د تکرار په ځای ددوحې د هوکړې د تعمیل لپاره کار وشي او په دې توګه جکړه پای ته ورسول شي.
دغه څرګندونې طالبانو یوه ورځ وروسته له هغه کړې، چې سکاټ مېلر طالبانو ته اخطار ورکړ، که بریدونه زیات شي، دوی به یې ځواب ووايي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي