برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د میشیګان روغتیا ریاست: موږ د افغان مهاجرو ماشومانو د ناوړه استفادې قضیه څېړو

آریانانیوز: باب ویټن وویل چې په میشیګان کې د افغان مهاجرو ماشومانو د ځورونې او ناوړه ګټه اخیستنې راپورونه ورکړل شوي دي.


د امریکا د میشیګان ایالت د روغتیا او بشري خدماتو ریاست اعلان کړی چې دغه اداره له افغان مهاجرو ماشومانو سره د ناوړه ګټه اخیستنې په اړه څېړنه کوي.

په وروستیو میاشتو کې چې طالبان واک ته ورسېد، ۱۹ تنکي ځوانان له افغانستانه بې ملګرتیا او سرپرسته تښتېدلي او په میشیګان کې یې پناه اخیستې ده.

ویټن وویل، وزارت خپل مسؤلیت په غاړه لري چې ټول ماشومان د ناوړه ګټه اخیستنې او بی توجهي څخه په جدي توګه خوندي کړي او د دې قضیو د څیړلو لپاره یې د اړوندو فدرالي چارواکو سره تماس نیولی دی.
پروبلیکا تیره میاشت د لومړي ځل لپاره د دې څیړنې په اړه راپور ورکړ.

هغه وویل: په میشیګان کې په ځینو مرکزونو کې د ماشومانو سره بد ناوړه چلند راپورونه شتون لري چې د غیر انتفاعي سازمانونو سماریتاس او اسټار لخوا په ګډه اداره یا ساتل کیږي.

په دغو تورونو کې د کارکوونکو له خوا د افغان هلکانو ځورول، د لمانځه پر مهال د یو له هغو هلکانو وهل او د کوچنیانو جنسي ځورونه شامل دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي