برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ملګرو ملتونو لپاره مهم لومړیتوبونه

آریانانیوز: د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو او په افغانستان کې د سولې لپاره د لومړني چوکاټ د رامنځ ته کیدو د هڅو په لړکې، غواړم تکرار کړم چې د ملګرو ملتونو لپاره دواړه بهیرونه مهم لومړیتوبونه دي.



ددغو دوو اساسي موضوعاتو په اړه د ملګرو ملتونو د رول او نظر په تړاو د مختلفو رسنیو رپورټونو او ګمانونو ته په کتو سره، اجازه راکړئ روښانه کړم چې: له دغو دواړو بهیرونو هیڅ یو یې باید د بل بهیر لخوا اغیزمن نشي او یا یې ټکنی کړي، دواړه بهیرونه باید په پوره زور او د ټولو ښکیلو برخه والو له ژمنتیا سره سم پرمخ ولاړ شي. په داسې حال کې چې ددغومهمو بهیرونو ترمنځ روښانه اړیکې موجودې دي او دواړه یې دافغانستان پر راتلونکي ډیر زیات اغیز لري، ملګري ملتونه به په دواړو ډګرونو کې خپلې بشړې همکارۍ ته دوام ورکړي.
لکه چې څه کم دوه اونۍ وړاندې مې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وویل، د ولسمشرۍ ټاکنې چې د سپټامبر په اته ویشتمه پلان شوي، د افغانستان د ډیموکراتیک سیاسي جوړښت د مشروعیت د بیا ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه لحظه ده. د دغه مهم سیاسي بنسټ په اړه باید دا ډاډ رامنځ ته شي، چې رایې باوري او را وتونکې پایلې یې منل کیږي.
په دغو بهیرونو کې ټول ګډونوال ــ کاندیدان، د هغوی ملاتړي، حکومتي چارواکي، دمدني ټولنو سازمانونه، ملي امنیتي ځواکونه، سیاسي مشران، سیاسي ډلې، رسنۍ، دټاکنو د مدیریت ادارې او رایې ورکونکي یو مهم رول او ګډ مسوولیت لري، چې ددغه بهیرباور او روڼتیا ډاډمنه کړي.
افغانستان له ټاکنو وروسته ناورین د دوام او اوږدیدو زغم نه لري، چې کیدی شي په پایله کې یې له ضعیفه ډیموکراتیک او کورنۍ مشروعیت څخه یو برخمن ولسمشر رامنځ ته شي، چې دا کار به د افغانانو په یو والي او د یوه ارزښتناکه ټول شموله سولې په برخه کې د نوي ولسمشر وړتیاوې اغیزمنې کړي.
پردې سربیره چې د سپټامبر په ۲۸مه د ولسمشرۍ ټاکنو په برخه کې د ټاکنو له تنظیمونکو ادارو سره د تخنیکي لارښوونو له لارې د هرډول هڅو بشپړ ملاتړ کوي، ملګري ملتونه به د سولې په تړاو د هرډول هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي، چې ډیرمهم دي. سولې ته رسیدل له ډیروهڅې غواړي، خو دافغانستان په بشپړمالکیت له دغه بهیر څخه د نړیوالې ټولنې په ملاتړ سره، زه محتاطانه خوشبین یم چې موږ په سم لوري د تګ په حال کې یو.
تدامیچي یاماموتو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما مشر دی.

شریک یي کړئ!