برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ملګرو ملتونو سرمنشي: له زده کړو څخه د نجونو محرومیت د افغانستان راتلونکې ګواښي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د طالبانو له خوا د نجونو پر تعلیم د بندیز پر دوام خواشیني څرګنده کړه.


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، د افغان نجونو پر زده کړو بندیز نه یوازې دا چې د زده کړو په برخه کې د ښځو او نجونو مساوي حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې په ټولنه کې د افغان نجونو او ښځو پراخ رول ته په کتو سره د هېواد راتلونکې له ګواښ سره مخ کوي.

هغه پر طالبانو غږ وکړ چې پرته له ځنډه د ټولو زده کوونکو پر مخ ښوونځي پرانیزي. د ملګرو ملتونو سرمنشي د طالبانو له خوا د نجونو پر تعلیم د بندیز د غځولو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

ټاکل شوې وه چې په ټول افغانستان کې د نجونو ښوونځي له څو میاشتو تړلو وروسته بېرته پرانستل شي، خو د طالبانو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو منځني ښوونځي او عالي لېسې به تر بل خبرتیا پورې تړلي وي.

د طالبانو له خوا د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي هرکله چې د ښوونځیو یونیفورم د اسلامي شریعت، افغاني دود او کلتور سره سم ډیزاین شي، بیا به د طالبانو د مشرتابه په امر د نجونو ښوونځي بیا پرانستل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي