برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ تیر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله: افغانستان یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له زده کړو محرومې دي

مدارس دخترانه

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مرستیاله وايي، افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې پکې د کار او نجونې د زده کړو اجازه نه لري.


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ مرستیالې ندا آل ناشف افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد وباله چې نجونې په کې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه لري.

ناشیف زیاته کړه: افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې یې له لومړنیو ښوونځیو وروسته له زده کړو بې برخې دي. ښوونه او روزنه، په ټولګیو او ښوونځیو کې په ټولنو کې، نه یوازې د نجونو لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهم دی.

په ورته وخت کې ندا آل ناشف په نړیوالو موسسو او ځینو سکتورونو کې د ښځو پر کار بندیز د خواشینۍ وړ وباله او ویې ویل چې د دغه بهیر دوام به په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستو په رسولو کې ستونزې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو نږدې دوه کاله تېرېږي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د زده کړو حق نه لري، چې د نړیوالې ټولنې له خوا پرې نیوکې شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي