برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۰ شهریور , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ملګرو ملتونو د استازي دفتر مشر د افغانستان د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړ

آریانانیوز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ د دفتر مرستیال او مشر مارکس پوتزل د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې وویل: که طالبان د افغانستان د خلکو د حقونو په ساتنه او له نړیوالې ټولنې سره په رغنده اړیکو کې پاتې راشي، دا هېواد به له یوه ناڅرګند راتلونکي سره مخ شي.


ښاغلي پوتزل دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.

هغه زیاته کړه: که طالبان د افغانستان د ټولو خلکو له حقوقو څخه ملاتړ ونه کړی او له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل ونه کړی، افغانستان به د ټوټې کېدو، انزوا، فقر او داخلی شخړو په شمول له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخامخ شی.

د ښاغلي پوتزل دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې له ترهګرۍ سره مبارزه او د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د هېوادوالو د بنسټیزو حقونو تامین او د یوه ټول شموله حکومت جوړول د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ له شرطونو څخه دي.

خو طالبان تل ټینګار کوي چې د اسلام په چوکاټ کې یې بشري حقونو ته درناوی کړی او یو ټول شموله حکومت یې جوړ کړی دی.

مخکې له دې، مارکس پوتزل له یو شمېر افغان سوداګرو میرمنو سره په کتنه کې د افغان ښځو د حقونو لپاره د نړیوالې ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي