برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملي دفاع وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري وویل

لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده ما ۷ کاله د ملي دفاع وزارت د مرستیال ویاند او ویاند په توګه دنده تر سره کړه چې په دې ۷ کلونو کې مې کوښښ وکړ چې د امکان ترحده هغه معلومات چې رسنیو ور ته اړتیا درل د هغوي په واک کې ورکړم .


په دي موده کې د ټولو ملي او بین المللي رسنیو د ژورنالستانو او خبریالانو نه چې مونږ سره یې یو ځاي د ملي اردو د لاسته راوړنې د هیواد والو غوږونو ته رسولي د زره له کومې مننه کوم او که زما له خوا کومه تیروتنه شوې وي د ټولو ژورنالستانو څخه بخښنه غواړم .

د ټولو رسنیو نه هیله کوم چې د ملي دفاع وزارت د نوې ویاند سره چې د دې وزارت د رهبرۍ له خوا به ټاکل کیږي د پخوا په څیر مرسته وکړي .

همدا راز د رسنیو له ټولو ژورنالستانو او خبریالانو نه هیله کوم چې د نن څخه وروسته دې د معلوماتو د اخیستلو لپاره د ملي دفاع وزارت له نوي ویاند او یا د ویاند د مرستیالانو سره اړیکه ټینګه کړي .

په اخر کې یو ځل بیا د ټولو خبریالانو له همکاریو نه مننه کوم او په هیوادنیو او مسلکي دندو کې ورته بریالیتوبونه غواړم.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي