برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملي امنیت د ځانګړې قطعې یو قومندان او دوه عسکر ووژل شول

آریانانیوز: د هلمند چارواکي وايي په دې ولایت کې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې یو قومندان او دوه ساتونکي يې وژل شوي دي.


د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وايي قومندان اشرف او د هغه ساتونکي تېره شپه مرکز کې د ماین ښکار شول.
هغه وايي پېشه د لښکرګاه اړوند دویمه حوزه کې وشوه، چې پکې قومندان اشرف او د هغه دوه ساتونکي ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
طالبانو هم د پېښې پخلی کړی دی او ويلي يې دي، چې سرتېرو يې د چسپکي ماین په وسیله قومندان او د هغه ساتونکي له منځه وړي دي.
دغه قطعه چې په هلمند کې د پخواني جګړه مار عبدالجبار قهرمان په وړاندیز د ملي امنیت تر چتر لاندې رامنځته شوه، «سنګوریان» نومېږي، چې د ملکي خلکو په ځورولو کې بد شهرت لري.
په ورته وخت کې د هلمند په نادعلي کې هم طالبانو د یوې پوستې قومندان اسماعیل او د هغه څلور عسکر وژلي دي.
د لښکرګاه د ایمرجنسي روغتون یوې سرچینې پژواک ته ویلي، چې له دواړو پېښو ورته دوه دوه ټپیان ور وړل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي