برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ملا عبدالسلام ضعیف پر کور باندی چاپه

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د نوموړي دکورنۍ یوه غړي وویل چې د تیرې شپې راهیسي د اسدالله خالد ځانګړو عسکرو د ملا سلام ضعیف پر کور چاپه اچولې او تر اوسه یې کور محاصره ساتلی دی.


نوموړي وویل چې ضعیف په دې وروستیو کې کندهار ته تللی وو، د کندهار څخه د راتګ وروسته سمدستي هغه ته اخطار ورکړل سو او هممهاله چاپه باندي ووهل سول.

ملا عبدالسلام ضعیف چې په قطر کې هم کور لري، د کورنۍ غړي يې وايي، د اسد الله خالد له لوري ورته مکرر ګواښونه شوي او یو ځل یې حتی پر سینه د «لیزر» نښان هم له لیري ایښودل شوی تر څو ورته وښيي چې زمونږ پر نښانه یاست.

دا پېښه جریان لري، د نویو معلوماتو تر لاسه کېدو وروسته به خبر اپډيټ یا تعقیب شي..

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي