برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د معترضينو له خوا د دفتر تړل کېدو مو کارونه ځنډولي

آریانانیوز: د ننګرهار د ټاکنو د ولايتي کمېسيون چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د ولسي جرګې د ټاکنو د يو معترض کانديد د پلويانو له لوري يې د دفتر تړل کېدو مهم کارونه ځنډولي دي.


د جاوېد زمان په نوم د ولايتي شورا دغه پخوانی غړی چې اوس يې ځان د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته کانديد کړی، د ټاکنو د شکاياتو کمېسيون له لوري له وروستي لېست څخه ايستل شوی دی.
خو د ولسي جرګې دغه معترض کانديد وايي، د شکاياتوکمېسيون دفتر کې هېڅوک نه و موجود؛ نو ځکه يې د ټاکنو د کمېسيون مخې ته پلويانو خېمه درولې ده.
د ننګرهار ولايت د ټاکنو د کمېسيون مشر ذبيح الله وګړي له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې جاوېد زمان د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون له لوري له لېست څخه ايستل شوی؛ خو هغه د ټاکنو د کمېسيون مخه بنده کړې ده.
هغه زياته کړه، دوی د جاوېد زمان له لوري د ورکړل شويو اسنادو پر بنسټ په لومړي لېست کې شامل کړی و؛ خو وروسته د شکاياتو کمېسيون يې نوم له وروستي لېست څخه ايستلى دی.
دی وايي، له اختر پنځه ورځې وړاندې هم د جاوېد زمان پلويانو د خپلواکۍ تر ورځې د دوی دفتر تړلی و او پرون يې بيا د دوی د دفتر مخې ته خېمه وهلې ده.
وګړي وويل،که څه هم پرون يې د ټاکنو د مرکزي کمېسيون د پرېکړې له مخې د امنيتي ځواکونو په همکارۍ تر دفتره ځان ورساوه؛ خو هلته د ځانمرګي بريد د رامنځته کېدو له امله يې بيا هم کارونه نه و پيل کړي.
نوموړى وايي،نن يې يو ځل بيا د امنيتي ځواکونو په همکارۍ په ټانک کې يې ځان او نور مامورين تر دفتره رسولي او خپل کارونه يې پيل کړي دي.
خو دی نيوکه کوي، هغه موده کې چې د دوی دفتر تړل شوی و، ګڼ شمېر مهم کارونه يې ځنډېدلي دي.
راتلونکو ټاکنو ته د ولسواليو په کچه له شپږ زره کسانو څخه د ازموينې اخيستل، د عامه پوهاوي د لړۍ بندېدل، له کانديدانو سره لېدنې، د مراجعينو د ستونزو حل، کارمندانو ته د معاشونو ورکړه، ورځني دفتري کارونه او يو شمېر نور هغه مسايل دي چې د ټاکنو کمېسيون رييس وايي، د اعتراض کوونکو له امله ځنډېدلي دي.
ذبيح الله وګړي وويل: ((موږ د ولسواليو د امريتونو، مارمورينو او يو شمېر نورو بستونو لپاره له شپږ زره کسانو د ازموينې لپاره چمتوالی نيوه، له شاوخوا پنځه زره کسانو مو اسناد راټول کړي و، د دوی اسناد بايد ډېټابيس ته پورته شوي وای، چې مرکزي کمېسيون ترې ازموينه اخيستې وای؛ خو دغه کار وځنډېد.))
د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر رييس وايي، نن يې د جاوېد زمان له پلويانو سره خبرې کړي او هغوی ورسره دا ژمنه کړې چې تر سبا پورې د خېمو د لرې کولو په اړه تر مشورو وروسته پرېکړه کوي.
د ټاکنو له لېست څخه ايستل شوی کانديد جاوېد زمان غمشريک هم وايي چې د خېمو وهل د ده، نه بلکې د ده د پلويانو کار و او د بېرته لرې کولو پرېکړه به يې هم هغوی کوي.
دی هم وايي چې نن يې پلويان د ولايتي ادارې له يوه پلاوي سره ليدنه لري او د خېمې د سرنوشت په اړه به پرېکړه وکړي.
بلخوا د ټاکنو د څار بنسټونه او د چارو شنونکي د ټاکنو د کمېسيون تړل کېدل د راتلونکو ټاکنو او د دغو ټاکنو د روڼتيا پر وړاندې خنډ جوړونکي ګڼي.
په ننګرهار کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ يا فيفا استازي اسد الله لاروي پژواک ته وويل چې لاريون د معترضينو حق دی؛ خو دا لاريون او اعتراض بايد د ټاکنو د شکايتونو کمېسيون مخته شوی وای.
هغه زياته کړه: ((د ټاکنو پر وړاندې ډېر کم وخت پاتې دی، که دوی د ټاکنو کمېسيون دروازې وتړي، د دوی ډېر مهم کارونه پاتې کېږي، ورسره جوخت د راتلونکو ټاکنو شفافيت تر سوال لاندې راولي او پر وړاندې يې خنډونه جوړېږي.))
دغه راز مدني فعال روح الله لعلپوروال هم د معترضينو دغه اقدام له قانون سره په ټکر کې ګڼي او وايي، ټاکنې د ولس حق دی او پر وړاندې يې خنډ جوړول د ولس د حقونو پر وړاندې خنډ جوړول دي.
هغه له معترضينو وغوښتل چې خپلې ستونزې دې د شکايتونو له کمېسيون سره حل کړي او پر حکومت يې هم غږ وکړ، چې د دا ډول معترضو کانديدانو شکايتونو ته بايد قانع کوونکي ځوابونه ورکړي.
د يادولو ده، چې تر اختر وړاندې د ننګرهار په ګډون کابل، کندوز، بدخشان او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ولسي جرګې له وروستي لېست څخه د ايستل شويو کانديدانو له لوري د ټاکنو کمېسيونونو دروازې تړل شوې وې.
که څه هم پرون په نورو ولايتونو کې د معترضينو خېمې ټولې شوې؛ خو په ننګرهار کې بيا خېمه ووهل شوه، تر څنګ يې يو ځانمرګی بريد هم وشو چې دوه کسان يې ووژل او څلور نور يې ټپيان کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي