برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د معاشونو د ځنډ له امله لاریون

آریانانیوز: زابل کې د شهرصفا ولسوالۍ پولیسو او اربکیانو د معاشونو د ځنډ له امله لاریون وکړ او د کابل ـ کندهار لویه لار يې شاوخوا څلور ساعته وتړله.



لاریون کوونکو پولیسو او اربکیو نن په یاد ولایت کې د کابل ـ کندهار د لويې لارې سلګونه مسافر تر غرمې پورې وځنډول، چې په وینا يې له دریو میاشتو راهیسې يې معاشونه نه دي اخیستي.
د زابل ځايي امنیتي چارواکي هم مني، چې پولیسو او اربکیانو ته يې پر وخت معاشونه نه دي ورکړي.
د زابل امنیه قومندان معراج الدین سادات وايي، دوی ورته د دوو میاشتو معاشونه حواله کړي او د شهر صفا امنیه قومندان ته يې ویلي، چې لار خوشي کړي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په ګوټ ګوټ کې پولیسو او د ملي اردو عسکرو د معاشونو د میاشتو میاشتو ځنډ شکایتونه کړي دي، خو دا لومړی ځل دی چې پولیس او اربکیان یو ځای له همدې امله لویه لار تړي.
د شنونکو په باور دولتي ځواکونو ته د چاوراکو کمه توجه د دې علت شوې، چې هغوی جنګي روحیه له لاسه ورکړې او ډلې ډلې طالبانو ته وسلې پر ځمکه ږدي.
نن هم د بادغیس په مقر ولسوالۍ کې د یوې پوستې قومندان له خپلو ۱۵ عسکرو سره یو ځای طالبانو ته تسلیم شوی دی، خو ځايي چارواکو لا هم په دې تړاو څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي