برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د مصالحې شورا نامعلوم برخلیک

آریانانیوز: د ځينو کارپوهانو په وینا هغه سیاسي جنجال چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته رامنځته شوی له طالبانو سره د سولې د بهیر په شان لوی بهیر یې له ننګونو سره مخامخ کړی او د مصالحې د عالي شورا جوړېدل او د افغانانو ترمنځ د خبرو بهیر پیلېدل هم د محمد اشرف غني او عبدالله ترمنځ د جوړجاړي په تمه درول شوی دی
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود په دې اړه وايي:«د ارګ او سپیدار ترمنځ د هوکړې طرحه باید داسې طرحه وي چې له دوو سببو اهمیت ولري؛ یو ملي یووالی رامنځته کړي. دویم راتلوونکي ګامونه یې په افغانستان کې د سولې لپاره وي. له هغې پرته به هېڅ طرحه ګټوره نه وي
د ولسي جرګې غړی عبدالظاهر تمیم څرګندوي:«دوی (اشرف غني او عبدالله عبدالله) له بده مرغه په خپل منځ کې په اختلافونو بوخت دي. فکر کوم د دی لپاره شرم دی. هېوادوال هم د دغه وضعیت له دوامه ستومانه شوي او وایي روانو سیاسي ناندریو د دو ژوند له ستونزو سره مخامخ کړی او نور نو ټاکنې ورته هم کوم ارزښت نه لري
له دې مخکې سپيدار ویلي و چې د دغو شخړو د حل لپاره د عبدالله عبدالله لخوا د توافقي حکومت» لپاره طرحه وروستۍ شوې او ټاکل شوې چې له ارګ سره شریکه کړل شي. د عبدالله عبدالله ویاند امید میثم په دې اړه وویل:«د توافقي حکومت طرحه په همدغې اوونۍ کې منځګړي پلاوی ته سپارل کېږي. د دغې طرحې پر بنسټ د راتلوونکي حکومت واکونه، مسوولیتونه او فرصتونه دوه مخکښو ټاکنیزو ډلو ته په پام کې نیول شوی دي
محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ویلي غواړي دا اختلافات د خبرو له لارې حل شي خو د دغو جنجالونو د پای ته رسولو لپاره د ځینو سیاستوالانو د څو میاشتو هڅو تراوسه کومه پایله نه ده لرلې. د مدني ټولنو د مجمتع اجرایي رییس عزیز رفیعي په دې اړه وویل:«دننه په نظام کې سیاسي شخړو د افغانستان اعتبار د هغه د بهرنیو شریکانو په وړاندې کم کړی .

د دغو اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره تراوسه د ارګ او سپیدار ترمنځ شپږ طرحې لاس په لاس شوي خو هېڅ یوه یې د روان سیاسي کړکېچ د هواري لامل نه ده شوې، هېوادوال غواړي چې ژرترژره دا اختلافات پای ته ورسول شي.

شریک یي کړئ!