برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مسکو ناسته

آریانانیوز: روسيه وايي مسکو کې د افغان سولې اړوند ناسته به راتلونکې پنجشنبه وشي.


خبرنامه، خبري بنسټ د روسي ورځپاڼې «ایزویستیا» په حواله وايي چې د بهرنیو چارو وزارت ورته د پورته څرګندونو پخلی کړی.
سرچینه زیاتوي په دې ناسته کې به طالبان هم ګډون ولري او د لړم په لسمه چې د نومبر له لومړۍ سره سمون خوري ترسره کېږي.
د تېرې میلادي میاشتې په لومړیو کې د دې ناستې خبر ورکړل شو، خو افغان حکومت پکې له ګډونه انکار وکړ او د ځنډ غوښتنه يې وکړه.
ارګ وویل، روسيې د ډاکټر غني په غوښتنه دغه ناسته وځنډوله او چې بیا ترسره کېږي نو د جګړې ټول اړخونه به پکې را ټول وي.
تر اوسه د افغان حکومت سرچینو او طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د مسکو ناسته داسې وخت کې کېږي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد د سیمې د ځينو هېوادونو په ګډون سعودي عربستان او قطر کې له طالبانو سره هم مخامخ خبرې کړې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي