برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د مسکوپه ناسته کی دطالبانو ګډون

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د طالبانو د سیاسي دفتر یوې جګپوړي سرچینې تایید کړه چې ددوی یو څلور – پنځه کسیزه پلاوی به د موسکو په غونډه کې ګډون وکړي.


دغې سرچینې وویل: «د مسکو ناسته کې د ګډون لپاره د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پر اساس د سیاسي دفتر د مشر شیرمحمد عباس ستانکزي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی لېږي».
د مسکو ناسته کې چې د افغان سولې اړوند پکې نظرونه، وړاندیزونه او طرحې شریکېږي، طالبان وايي دوی هم د افغان ولس په استازیتوب خپل نظر ګډونوالو ته وړاندې کوي.
د یادي سرچینې په وینا په دې غونډه کې به دوی د غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د راتلونکې په اړه پالیسي، سولې او بهرنیو ځواکونو د موجودیت په اړه خپل نظر او وړاندیزونه وړاندې کړي. او زیاته یې کړه چې دا «زمونږ لپاره ښه فرصت دی تر څو تر نړیوالو د اسلامي امارت نظر ورسوو».
دا په داسې حال کې دی چې کابل اداره په دې غونډه کې د ګډون نیت نه لري او دعوه کوي چې د سولې شورا پلاوی د یو خپلواک بنسټ په ډول هلته ګډون کوي.
ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې پر نهمه نیټه د روسیې په پلازمینه کې د افغانستان د سولې لپاره د روانو هڅو په لړ کې د موسکو فارمټ غونډه تر سره شي.

شریک یي کړئ!