برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ بهمن , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د مالیې وزیر له دندې ګوښه کړای شو

آریانانیوز: ولسمشر محمد اشرف غني د مالیې وزیر عبدالهادي ارغندیوال د فرمان له مخې له دندې ګوښه کړی دی...


د ولسمشرۍ دفتر د شنبې په ورځ یو بیان خپور کړ چې پکښې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په جلا فرمانونو کې عبدالهادي ارغندیوال د مالیې وزیر له دندې ګوښه کړ او محمد خالد پاینده یې د مالیې سرپرست وزیر په توګه وټاکه.

د ولسمشر په فرمان کې ، د مالیې د وزیر د ګوښه کیدو لاملونه، د عوایدو په راټولولو کې ځنډ، په مالیې وزارت کې د غیر قانوني ګمارنو د څېړلو په اړه له ټاکلي پلاوي سره مرسته نه کول او د داسې تحقیقاتو مخنیوي ، مدیریتي ضعف ، د ښې حکومتدارۍ ارزښتونو ته نه ژمنتیا ، د اساسي قانون د ۷۷ مادې په پام کې نه نیول او د جمهوري ریاست له احکامو او لارښوونو څخه سرغړونه ، یاد شوې ده.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د اساسي قانون د 11 مادې سره سم د مالیې وزیر ، عبدالهادی ارغنیډوال له دندې لیرې کولو او د سرپرست وزیر په توګه د محمد خالد پاینده د ټاکل کیدو حکم ورکړی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي