برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۲ مهر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ماشومانو د ساتنې اداره: افغانستان د ماشومانو د ژوند لپاره په نړۍ کې دویم نامناسب هېواد دی

آریانانیوز: د ماشومانو د حقونو سازمان اعلان کړی چې سیرالیون، افغانستان او چاد د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېوادونه دي.


په هالنډ کې د بشري حقونو د یوې ډلې له خوا یوه درجه بندي ښيي چې افغانستان له سیرالیون وروسته د ماشومانو د ژوند لپاره په نړۍ کې دویم نامناسب هېواد دی.

د ماشومانو د حقونو سازمان اعلان کړی چې آیسلنډ، سویډن او فنلنډ د ماشومانو لپاره تر ټولو غوره هېوادونه او سیرالیون، افغانستان او چاد د ماشومانو لپاره تر ټولو بد هېوادونه دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې په نړۍ کې شاوخوا یو ملیارد ماشومان د اقلیم د بدلون له امله د رامنځته شویو زیانونو له امله له خورا لوړ خطر سره مخامخ دي.

د ماشومانو د حقونو سازمان ویلي چې په تېرو دوو لسیزو کې د لومړي ځل لپاره د کارګر ماشومانو شمېر ۱۶۰ میلیونو ته رسېدلی چې په تېرو څلورو کلونو کې ۸.۴ میلیونه ډېروالی ښيي.

د ماشومانو د حقونو شاخص، چې د دې هالنډي سازمان لخوا چمتو شوی، لومړی او یوازینی درجه بندي ده چې په کلني ډول اندازه کوي چې د ماشومانو حقونو ته څنګه درناوی کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي