برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳ مهر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د لاریو څخه د پیسو اخیستلو لپاره د طالبانو نوې طریقه

د یوې برتانوۍ ورځپاڼې د خپاره شوي راپور له مخې ، د طالبانو ډله د لاریو څخه د پیسو د ایستلو لپاره د ناتو نظامي یونیفورم کاروي...


برتانوۍ ورځپاڼې دي مرر په خپل وروستي راپور کې ویلي چې طالبانو د افغانستان په لویو لارو کې له لاریو څخه د پیسو د ایستلو لپاره د ناتو نظامي یونیفورم کارولی.

ورځپاڼې د طالبانو عکسونه خپاره کړي او راپور یې ورکړی چې د دې ډلې جنګیالیو د ناتو نظامي یونیفورم اغوستی ، سړکونو ته ولاړ او د لارۍ چلوونکو پیسې ترې اخیستې.

راپور د کابل – کندهار لویې لارې په ځانګړي توګه یادونه کوي چې که چلوونکي دوی ته پیسې ورنکړي نو دوی به وژل کیږي.

د راپور په وینا ، طالبانو په تیرو وختونو کې د ناتو یونیفورم او عصري وسلې اغوستې وې. ویل کیږي چې طالب جنګیالي د متحده ایالاتو نظامي وسایط هم لري.

راپور زیاته کړې چې طالب جنګیالیو د لویو لارو په اوږدو کې کوچني پوستې جوړې کړي او هره ورځ یې له چلوونکو څخه ملیونونه افغانۍ راټولې کړې.

برتانوۍ ورځپاڼې دي مرر زیاته کړې چې طالب جنګیالیو ټول هغه تجهیزات چې پخوا د امریکا او ناټو ځواکونو لخوا په افغانستان کې کارول کیدل کارولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي