برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د قوماندان نوید په نوم یونامسول وسله وال په تالقان ښار کې ونیول شو

آریانانیوز: دیوراپوپه اس س د تخار سیمه ییز چارواکي وایي، د قوماندان نوید په نوم د نامسوولو وسله والو یو قوماندان چې له کندز ولایت څخه تښتېدلی و، په تالقان ښار کې نیول شوی دی.


د تخار د امنیه قوماندانی ویاند خلیل اسیر وایي، قوماندان نوید له څه باندې ۳۰ ساتونو کلابندی وروسته د ځانګړو ځواکونو له خوا ونیول شو.
د راپورونو له مخې، چې قوماندان نوید د خپل یو ټپي وسله وال د درملنې لپاره له خپلو شپږو ملګرو سره یوځای تالقان ښار ته ورغلی و.
خو چارواکي وایي، چې قوماندان نوید تېره ورځ د کندز ولایت په خان اباد ولسوالی کې له امنیتي ځواکونو سره تر نښتې وروسته تالقان ښار ته تښتېدلی و او له شاوخوا ۳۰ ساعتونو محاصرې وروسته امنیتي ځواکونو ته تسلیم شو.
امنیتي چارواکي وایي قوماندان نوید د غیر مسوولو وسله والو په لرلو، د خلکو په ځورولو او نورو غیرقانوني کړنو تورن دی.

شریک یي کړئ!