برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د قطر موافقې څخه خلاف ورزۍ

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی طالبانو ویلي، د سولې له هوکړې وروسته د مارچ له شپږمې نېټې د اپریل تر ۱۰مې پورې امریکایانو په ۱۹ ولایتونو کې پر طالبانو ۵۰ بریدونه ترسره کړي دي، چې ۳۳ بریدونه یې د ډرون له لارې شوي دي .په زابل کې ۱۲، په میدان وردګو کې ۵، په کندهار او کندوز کې څلور – څلور، په هلمند ، کاپيسا، لغمان او بدخشان کې درې- درې درې، په فراه او ارزګان کې دوه دوه، خو په پکتیکا، پکتیا، غزني، لوگر، بادغیس، جوزجان، بغلان، تخار او ننگرهار کې یو یو برید شوی دی.
طالبانو ویلي، چې له دې منځه په ۱۷ بریدونو کې ۳۵ وسله وال وژل شوي خو په ۳۳ بریدونو کې بیا د طالبانو په وینا ۶۵ ملکیان وژل شوي دي
طالبانو په دې تړاو پخوا هم ویلی وو چې امریکايي لوری او ملګري یې د سولې هوکړې ته ژمن نه دي، مګر افغان ځواکونو ویلي وو، طالبانو د سولې له هوکړې وروسته پر افغان عسکرو ۲۵۰۰ بریدونه کړي دي، په داسې حال کې چې افغان ځواکونو د ډېرې اړتیا په صورت کې پر طالبانو ۳۰۰ بریدونه ترسره کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي