برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د قطر بین الافغاني غونډه

آریانانیوز: د بین الافغاني تفاهم په اړه په قطر کې د راتلونکې ناستې یوه تنظیم کوونکي وویل چې دغې غونډې ته را بلل شوي کسان به هر یو د خپل ځان نمایندګي کوي.



نوموړي چې د نوم ښودلو څخه یې ډډه کول .وویل چې په دغه غونډه کې هیڅ څوک د خپل ګوند په استازیتوب ګډون نه کوي او نه هم د کابل حکومت نمایندګي کوی.
د سرچینې په باور د قطر غونډه د موسکو غونډې په څېر ده چې ګډونوال یې هر یو خپل موقف او د اشغال څخه پاک راتلونکي افغانستان په اړه خپل نظر بیانوي. «دا چي د کابل حکومت او سولی شوری ځیني غړی د خپلې ادارې نمایندګي نه کوي ممکن اشرف غنی ته دمنلو وړ نه وي ځکه په دې سره یې حکومت نور هم بی حیثیته کیږي».
داسي هم ویل کیږي چې اشرف غني د قطر بهرنیو چارو وزارت څخه د غونډې د ځنډولو غوښتنه کړې او د سولې شورا دارالانشاء رئیس او د سولې په اړه د مشورتې لویې جرګې د دایرېدو مسؤول عمر داودزي یوه خبرې کانفرانس ته څه موده مخکې وویل چې د قطر غونډه باید تر لویې جرګې وروسته دایره شي.
دغه خبر په داسي وخت کې ورکول کیږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد په کابل کې د حکومت په شمول پر یوه بین الافغاني ټیم باندي ټینګار کوي تر څو په راتلونکې ناسته کې د یوه واحد موقف او مسؤولیت په لرلو سره د طالبانو سره مخ شي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې وړاندي په قطر غونډه کې د ګډونوالو یو لست افشا شو چې په ټولنیزو پاڼو کې يې د ګډونوالو په اړه پراخ غبرګونونه را وپارول.
په لست کې د موسکو غونډي اکثره ګډونوالو سربېره د جنرال دوستم زوی باتور دوستم، د سولې شورا د ځینو غړو، پارلماني غړو او ځینو بهر میشتو افغانانو نومونه هم شامل وه. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه لست بې اعتباره او غیر نهايي وباله او په وینا یې ډیر داسي نومونه دي چې له دغه لسته پاتې شوي او ځیني يې اضافي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي