برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د غني او عبدالله ترمنځ خبرې

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی محمداشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي اختلافونه لامل شول چې د بهرنیو هېوادونو، په تېره د امریکا له ناکامو هڅو وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، محمدیونس قانوني، کریم خلیلي او ځینې نورو مخورو لسټوڼي را بډ وهل او د دغو دوو مخالفو سیاستوالو ترمنځ د جوړجاړي لپاره لاس په‌کار شول
که څه هم تر دې وړاندې د دغو هڅو لومړی پړاو له کومې پایلې پرته پای ته رسېدلی و، خو د ولمسشر کرزي له دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې له دواړو غاړو غوښتنه وشوه چې دوی ته نور وخت هم ورکړي او په پایله کې دغه وخت پنځه ورځې نور هم اوږد شو
اوس چې یاده موده هم پای ته رسېدلې، د عبدالله عبدالله په ټیم کې ځينې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي، د منځګړتوب دویم پړاو هڅې هم بې‌پایلې پای ته رسېدلې او د دوی له‌خوا د ارګ وړاندیزونه رد شوي دي
سرچینه زیاتوي، که د ټاکنو د پایلو لغوه کېدو، د اساسي قانون تعدیل او په صدارتي نظام د جمهوري نظام اړولو په تړاو د عبدالله عبدالله د ټیم غوښتنې ونه منل شي، ټول‌شمول حکومت به هم خپله کابینه اعلان کړي
بله‌خوا د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال وايي، د سیاسي کړکېچ د هواري لپاره خبرې لاهم دوام لري او تمه کېږي چې رامنځته شوي اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل شي
مینه‌پال ټینګار کوي چې د عبدالله عبدالله له‌خوا د خبرو کوونکي ټيم غوښتنې باید له اساسي قانون سره سمې وي
د ولسمشر محمداشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي مخالفتونه هغه مهال پيل شول چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشري ټاکنو پایلې اعلان او ولسمشر غني یې د دغو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ. خو عبدالله عبدالله دغه پایلې ونه منلې او ځان یې د ټول‌شمول حکومت ولسمشر اعلان کړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array