برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د عبدالله او غني تر منځ د واک له وېش هرکلی

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د عبدالله او غني تر منځ سیاسي توافق چې په بنسټ یې د حکومت په مهمو برخو کې واک د دواړو لورو تر منځ نیمایي شو، د کابل حکومت د ګڼو نړیوالو ملاتړو له هرکلي سره مخ شوی او په څنګ کې يې نوي حکومت ته ځيني سپارښتنې شوې
په ورته وخت کې پاکستان هم د یوې اعلامیې له لارې له شوي توافق هرکلی کړی، او د حکومت د رهبري یووالی یې په ټولو مسایلو کې اړین یاد کړی
پاکستان غږ کړی، چې د سولې لپاره رامنځته شوی تاریخي فرصت باید غنیمت وبلل شي او هر څومره ژر چې شونې وي، افغان مشران د ګډ رغنیز کار په مټ بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړي
بل لورته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي د جوړجاړي له هرکلي تر څنګ په حکومت غږ کړی، چې د ښې حکومتولۍ له لارې د فساد ضد مبارزه او د سولې په څېر حیاتي موضوعاتو باندې ګډ کار وکړي
د یوناما له لوري په خپره شوې، خبرپاڼه کې هیله ښودل شوې، چې د حکومت ټولې برخې به د سولې پروسې په وړاندې تګ او بین الافغاني مذاکراتو ته د زمینې برابرولو په برخه کې ګډ کار وکړي
د ناټو سازمان هم د یوې اعلامیې له لارې یاده کړې، چې د حکومت له وېش هرکلی کوي او په راتلونکې کې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دي
یاده دې وي، چې د عبدالله عبدالله او غني تر منځ له کابو دریو میاشتو ناندریو او سیاسي شخړو وروسته نن ورځ دواړه لوري د یوه توافق امضاء ته کېناستل
د شوي توافق له مخې به عبدالله عبدالله ته د مصالحې عالي شورا مشري ور له غاړې وي، په کابینه کې به پنځوس سلنه ونډه ورکول کېږي او ملګرو ته بي د دولت په عالي شورا کې غړیتوب ورکول کېږي
ددې تر څنګ د عبدالله عبدالله سیاسي ملاتړي «دوستم» ته د مارشال رتبه ورکول کېږي او په مشرانو جرګه، والیانو، مرستیالانو او سفارتونو کې عبدالله ته ونډه منل شوې.

شریک یي کړئ!