برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د عاشورا ورځې مراسم د کابل په ګډون په ټول هېواد کې د امن په فضا کې ترسره شول

آریانانیوز: د عاشورا ورځې مراسم په کابل او ولايتونو کې د شديدو امنيتي تدابير په لړ کې د امن په فضا کې ترسره شول.


پرون په کابل او ولايتونو کې د حسين رض او د هغه د يارانو د شهادت په ياد غونډې جوړې شوې.
که څه هم سږ کال د امنيتي ګواښونو کچه لوړه وه، خو سربېره پر دې هم ولسمشر، اجرائيه رييس او نورو حکومتي چارواکو په کابل کې د عاشورا په مراسمو کې ګډون وکړ.
په دغو مراسمو کې ولسمشر محمد اشرف غني وويل: ((نن هغه ځای ته راغلی یم چې په ځلونو له ګواښ او خطر سره مخ و، له کوم خطر سره چې تاسو مخ یاست، ما هم دا خطر ومانه، موږ نن یو ځل بیا د حسین (رض) له لارې سره د ژمنې د تازه کولو مقام کې یو.))
ولسمشر څرګنده کړه، پر جوماتونو، عبادتځایونو، ښوونځیو، علمي او ټولنیزو مرکزونو د تروریستانو بریدونه چې په هر نوم او ادعا وي، د شِمر او یزید له لارې او رسم پرته بله داعیه نه ده.
دغه راز د کابل ښاريان او د عاشورا وير کوونکي د کابل ښار له امنيتي تدابيرو څخه خوښ دي.
په دې اړه د کابل ښار د څلورمې ناحيې اوسېدونکي محمد نواب پژواک ته وويل چې دغه ورځ د سني او شيعه تر څنګ ټولو مسلمانو ته مهمه ده.
ده وويل چې دغه ورځ د مسلمانو د يووالي ورځ ده او سږ کال ورته ښه کلک امنيتي تدابير نيول شوي وو.
دغه راز د کابل ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي محمد الياس پژواک ته وويل چې ټول بايد د افغانستان د دښمنانو پر وړاندې سره يو شي او پرې نه ږدي چې د افغانانو يووالي ته زيان ورسوي.
بل لور ته امنيتي سرچينې وايي چې په کابل او ولايتونو کې نن داسې کومه لويه امنیتي پېښه رامنځته نه شوه.
له دې مخکې امنيتي سرچينو ويلي وو چې په کابل او ولايتونو کې د عاشورا ورځې ترسره کېدو لپاره کلک امنيتي تدابير نيول شوي دي.

شریک یي کړئ!