برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۳۰ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د طالب ویاند جالب غبرګون

په فراه کې د دفاع وزارت د وزیر طارق شاه بهرامي د څرګندونو په ځواب کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد جالب غبرګون ښوودلی.


پرون په فراه کې افغان لوړپوړي چارواکي د بهرنیانو د عمومي قومندان جنرال نېکولسن په ملتیا د فراه پر وضعیت خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي وویل، په فراه کې جګړه د «اوبو له ستونزې» سره اړیکه لري.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه د همدې ناستې یو تصویر خپور کړی او د دفاع وزارت ځواب يې ویلی.
په تصویر کې چې د میز پر سر د امریکا تر بیرغ او په تصویر کې د نېکولسن د تر سر سرې کرښې را تاو کړل شوي او د جګړې مقابل لوری بلل شوی.
مجاهد له تصویر سره لیکلي: «دښمن ادعا کړې چې د فراه جګړه د اوبو پر سر جګړه وه، ځانونه مه تیرباسئ، جګړه داوبو په سر نه، بلکې جګړه د دغه بیرغ او دغه کس په سر ده، غلامانو که تاسو ریښتیا افغاني احساس لرئ نو تنها داوبو مسئله مهمه نه ده، زموږ ټوله خاوره، فضا او اوبو دغو امریکایانو یرغمل کړي دي.»
دې غبرګون په خواله رسنیو کې هم په نږدې پینځه څلوېښت دقیقو کې خورا پراخ پوښښ پیدا کړی دی، چې پر وړاندې يې افغان پوځي مسؤلین بې ځوابه ښکاري.
جنرال نېکولسن، د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت عمومي رییس معصوم ستانکزي په فراه کې له سختې جګړې وروسته دې ولایت ته سفر وکړ او د تېرې اوونۍ په جګړه کې غافل چارواکي ملامت کړل.
افغان چارواکو په دې جګړه کې د ۳۰۰ طالبانو د وژلو او طالبانو بیا د ۶۳ عسکرو د وژلو او ګڼو نورو د ټپي کېدو او ژوندي نیولو خبر ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي