برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د طالب مشر د مړینې په اړه د ګونګوسو زیاتوالی؛ حمدالله محب: ایا هبة الله شته که نه؟

آریانانیوز: د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب یوې خبري غونډې ته وویل چې طالبانو له میاشتو راهیسې له ملاهبت الله سره تماس نه درلود. دا معلومه نه ده چې هبت الله شته که نه شته. هیڅ چا د هغه غږ نه اوریدلی یا یې نه دی لیدلی. استخبارات دا تصدیقوي...


د ملي امنیت سلاکار له لوړپوړو امنیتي چارواکو سره یوې خبري غونډې ته وویل: د سولې خبرې ځکه ځنډیدلې چې طالبان خبرې نه کوي. د دوی په مینځ کې د قدرت په اړه مخالفت شتون لري. دا د افغانستان مسؤلیت دی چې د هر وګړي ټپ ، د هر شخص شهادت او د هغوی کورنیو ته پاملرنه وکړي. که طالبان وغواړي ستونزه حل شي ، نو د خبرو یوه لاره شتون لري. ټوله نړۍ وايي چې د طالبانو جګړه نامشروع دی.

د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې په کویټه ښار کې سرچینو ویلي وو چې ملاهبت الله اخندزاده ، د استخباراتو رییس ملا مطیع الله او د دې ډلې مالي مدیر حافظ عبدالمجید سره په کویټه ښار کې په یوه چاودنه کې وژل شوي دي.

د کوچني اختر په مناسبت په رسنیو کې د طالب مشر لیکلی پیغام خپور شو. وسله والو طالبانو تر دې دمه د حمدالله محب په څرګندونو تبصره نه ده کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي