برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» وایي، پنځه ورځې وروسته «د روانې مارچ میاشتې په ۳۱ مه نېټه» د طالب زندانیانو د خلاصون پروسه پیلېږي
شاهین په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي، چې د قطر، سره صلیب، امریکا،کابل ادارې او طالبانو د تخنیکي ټیمونو تر منځ له څلور ساعته ویډيويي بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د زندانیانو د خلاصون پروسه به د روانې مارچ میاشتې په ۳۱ مه نېټه عملا پيلېږي.
نوموړي زیاته کړې «د خپلو بندیانو د تصدیق لپاره به اسلامي امارت یو تخنیکي هیئت دبګرام بندي خانې ته لیږي تر څو د ورکړل شوي لیست مطابق د بندیانو په پيژندنه، تائید او را خلاصولو کې مرسته وکړي
یاده دې وي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې له مخې باید پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي زندانیان پنځلس ورځې وړاندې « د مارچ په لسمه» نېټه خوشي شوي وای او ورپسې بین الافغاني مذاکرات پیل شوي وای، خو «اشرف غني» د بندیانو د خلاصون په وړاندې خنډونه پیدا کړل او ټینګار یې وکړ، چې د بندیانو په اړه باید د افغانانو د خپلمنځي خبرو په مهال بحث وشي
حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د توافقنامې د لاسلیک د «لومړنیو اړیکو ټینګوونکی پلاوی» تر نامه لاندې یو هیئت دوحې ته ولېږه او هڅه یې وکړه، د بندیانو له موضوع څخه په استفادې طالبان مخامخ خبرو ته اړ باسي، خو حکومتي پلاوي په دوحه کې تر اوونۍ زیات وخت تېر کړ، مګر طالبان ورسره تر بندیانو ها خوا د بل څه په اړه بحث ته تیار نشول
خو وروسته طالبانو څرګنده کړه، چې ددوی د بندیانو چارو مسئولین د حکومت له پلاوي سره یوازې د بندیانو په اړه خبرې کوي، دوه ورځې وړاندې د قطر او امریکا په شتون کې د طالبانو او کابل پلاوي تر منځ د بندیانو په اړه بحث وشو او نن په دوهم بحث کې د طالب زندانیانو د خلاصون پرېکړه وشوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي