برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د طالبان سره نهه سوه دولتي کارکوونکي یو ځای کبدا

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس طالبان وایي، په تېره میلادي میاشت «جون» کې څه کم نهه سوه دولتي کارکوونکي ورسره یو ځای شوي.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي «د (۲۰۲۰م)کال د جون په میاشت کي داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون په هڅواودځایې مجاهدینوپه ملاتړدافغانستان په مختلفوولایاتوکي ۸۷۷تنه چي دکابل ادارې اړوندبیلابیلوارګانونوکي په کاربوخت وو دحقایقوپه درک کولوددغه فاسدرژیم څخه راووتل اوداسلامي امارت دمجاهدینوسره یوځای شول .»
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې تازه یو ځای شویو کسانو ګڼ شمېر لویې او وړې وسلې او وسایط له ځانه سره راوړي او ژمنه یې کړې، چې «دخارجي اوداخلي مزدورانوسره هیڅ رازتعلق نه ساتي.»
د اعلامیې په بنسټ، د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمېسیون مسئولو دوی ته هرکلی ویلی او ددوی دا ګام یې ستایلی «داسلامي امارت ددعوت ،ارشاد،جلب اوجذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه ،انعامونه اوجایزې یې ورکړې اوددوی همدانیک اقدام یې ډیروستایه چي دیرغلګرواولاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل اودافغانستان اسلامي امارت دمجاهدینوسره یې خپل پیوستون اعلان کړی دی
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک او دولتي کارمندانو ته د طالبانو د مشر لخوا د عامې بښنې له اعلان نه وروسته له طالبانو سره د یو ځای کېدونکو دولتي کارمندانو شمېر په بې ساري ډول لوړ شوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي